Jan 25, 2020 14:54 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان ته د کرونا ویروس دغزیدامخنیوی اړینه چاره ده

د چین داطلاعاتو وزارت نن سهار دیوې اعلامیې په خپرولو سره دکرونا ویروس له امله د چین د قربانیانو شمیر یو څلویښت او دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه یو زر درې سوه کسان اعلان کړی چې وئیل کیږي کابو دوه سوه کسان پکې مرګي حاله دي .

تسنیم خبری آژانس راپ،رورکړی،د افغانستان د روغتیائي چارو وزارت د ناروغیو د کنټرولونکي برخېمشر حبیب اروالنن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،دکابل حکومت د کرونا ویروس په باب د خلکو دپوهولو  او خبرولو  لپاره پروګرامونه  پیل کړياو افغانستان ته ددغې ناروغۍ د نفوذ دمخینوي لپاره هم په هوائي ډګرونو کې ډير زر تابیاوې غوره کوي .

 حبیب اروال همدرااز پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی،افغانستان ته د کرونا ویروس د واریدیدو دمخنیوي او هم د ددغه ویروس د معلومولو لپاره د احتمالي  آزموینو په باب دې  له دغه هیواد سره مرسته وکړي .  

وروستي راپورونه ښئ چې په پاکستان کې هم د کرونا ویروس د خپریدو دمخنیوي په خاطرله چین سره ددغه هیواد الوتونه  لغوه شوي او په دې اړه ځانګړي تابیاوې په نظر کې نیول شوي دي .

 د چین  داطلاعاتو وزارت نن سهار دیوېاعلامیې په خپرولو سره دکرونا ویروس له امله د چین د قربانیانو شمیر یوڅلویښتاو دککړو کسانو شمیرهم څه دپاسه یو زر درې سوه کسان اعلان کړی  چې وئیل کیږي کابو دوه سوه کسان پکې مرګي حاله دي .

پر چین سربیره په جاپان،جنوبی کوریا،تایوان آسټریلیا، امریکا او فرانسې کې هم  په دغې ناروغۍ ځيني ککړ موردونه لیدل شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه