Jan 25, 2020 15:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍدانتخاباتو نتیجې هیڅ رواوالی نه لري

د افغانستان د ولسمشرۍ د شوو انتخاباتو دغه کاندید د انتخاباتو نتیجه له یوه بحرانه بل بحران ته رسیدل وبلل او ټينګارئې کړی دی،د افغانستان د انتخاباتو مدیریّت د بهرنیانو په لاس کې دی .

زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس  له قوله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشرۍ د شووانتخاباتو یوه کاندید عبداللطیف پدرام  نن په کابل کې په یوې غونډې کې  وئيلی دي ،  هغه انتخابات چې د  درای ورکونکو  اندازه ئېد  یوه میلیون کسانو په حدودو کې وي  ، ددغه شان انتخاباتو راپورته شوی حکومت  به له عقلي اوحقوقي پلوه هیڅ رواوالی ونه لري .

    د افغانستان د ولسمشرۍ د شوو انتخاباتو دغه کاندید د انتخاباتو نتیجه له یوه بحرانه بل بحران ته رسیدل وبلل او ټينګارئې کړی دی،د افغانستان د انتخاباتو مدیریّت  د بهرنیانو په لاس کې دی .

 عبداللطیف پدرام  په عین حال کې  د امریکا نیواکګرۍ ته په اشارې سره، دخپل هیواد دنجات لپاهر د افغان ولس پر اتحاد او یووالي ټينګار وکړ .

 د افغانستان د  ولسمشرۍ د شوو انتخاباتو لومړنۍ نتیجې  له څو میاشتو ځنډ وروسته اعلان شوي دي چې په اساس ئې  اوسني ولسمشر اشرف غني  په  څه دپاسه پنځوس فی صدي رایو ترلاسه کولو سره مخکښ او عبدا... عبدا....  هم د څه پاسه څلویښتو فی صدو رایو په ګټلو سره په دوهم لمبر دی .

 د افغانستان د ولسمشرۍ  دهغو انتخاباتو  نهائي نتیجې به  چې د تیر ستمبر په اته ویشتمه نیټه ترسره شوي دي ، د اعتراضونو او شکایتونو له بشپړ ارزونې وروسته  اعلان شي.

 

ټیګونه

کمنټونه