Feb 11, 2020 04:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سکېټ زده‌کړې فلم د اسکار جایزه ګټلې

په دې فلم کې د هغه افغان نجونو ژوند انځور شوی چې په سکیستان کې درس وايي او دغه‌شان ترڅنګ ئې د سکېټ بورډ لوبه هم کوي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان د المپیک ملي کمېټې یوه مسئول مقام  مجیب قاري‌زاده پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دغه مستند فلم ته بیګا د اسکار د ۲۰۲۰  میلادي کال معتبره جایزه ورکړل شوه.

یوه اوونۍ وړاندې  هم دغه فلم په بریتانیا کې د بفتا جایزه  ګټلې وه.

د افغانستان د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زده‌کړه'  نومې دغه مستند فلم  د بریتانیايي النا ادریچوا له‌خوا جوړ شوی دی.

په دې فلم کې د هغه افغان نجونو ژوند انځور شوی چې په سکیستان کې درس وايي او دغه‌شان ترڅنګ ئې د سکېټ بورډ لوبه هم کوي .

Image Caption

پرچ

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه