Feb 13, 2020 15:11 Asia/Kabul
  • کونړ ولایت کښې د پاکستان ښاریز وژل شوی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په کونړ ولایت کښې په بم چاودنه کښې د طالبانو د یوه (۱)غړي چې د پاکستان ښاریز دی د وژل کیدا خبر ورکړ .

هغه وویل دغه بم چاودنه  نن د افغانستان په کونړ ولایت کښې په «مروره» ولسوالۍ کښې وشوه او ماین ښخونکی چې د طالبانو ډلې پاکستانی غړی وو په دغه چاودنه کښې ووژل شو .

بل خبر دا چې د افغانستان د فاع وزارت هم په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د هیواد په پینځو (۵) ولایتونو کښې د پوځ په پرونیو عملیاتو کښې اتلس (۱۸) طالبان وژل شوي او دولس (۱۲) نور ژوبل شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه