Feb 13, 2020 16:27 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د خبرو په هکله یوشان نظر نشته

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وویل له طالبانو سره د خبرو اترو د پلاوي د جوړولو لپاره یوشان نظر نشته .

په داسې حال کښې چې ویل شوي دي د طالبانو او دامریکا له احتمالي موافقې وروسته به خبرې اترې بین الافغاني شي د ملي وحدت دحکومت د اجرايي مشر عبدالله عبدالله ویاند مجیب رحیمي وویل چې د کابل حکومت تراوسه له طالبانو سره  د خبرو لپاره مرکچي پلاوی نه دی جوړ کړی .

د افغانستان  د ملي وحدت دحکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم بیګا له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنې کښې وویل دواړو لورو په دغه کتنې کښې د سولې د خبرو اترو او د سیاسي حالاتو په هکله بحث او د نظرتبادله وکړه .

عبدالله عبدالله او حامد کرزي وویل په بین الافغاني خبرو کښې به د افغانستان د حکومت لخوا یو(۱) پراخ بنسټه او جامع پلاوی ګډون ولري .

 

ټیګونه

کمنټونه