Feb 15, 2020 05:40 Asia/Kabul
  • رشید دوستم د انتخاباتو کمیسیون ته خبرداری ورکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خبرداری ورکړ که چیرې د درغلیو پراساس د انتخاباتو نتیجې اعلان شي د عبدالله عبدالله په مشرۍ به موازي حکومت جوړ کړي .

هغه خبرداری ورکړ چې له درغلۍ څخه رامینځته شوی حکومت نه مني او مونږ به د افغانستان د ملي وحدت دحکومت په مشرۍ موازي حکومت جوړ کړو .

د جنرال رشید دوستم ویاند بشیر احمد تهینج هم وویل د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون کارونه د قانون پراساس نه دي او که چیرې دغه کمیسیون د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون فیصلو ته پام ونکړي نو مونږ به  غلي کې ننو .

 

ټیګونه

کمنټونه