Feb 15, 2020 16:44 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د مشهورو قومندانانو په شمول ګڼ طالب وسله وال وژل شوې دي

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینې ژوندي نیول شوې دي.

دافغانستان د دفاع وزارت وایي چې په یولړ هوايی او ځمکني عملیاتو کې یې په بلخ،تخار ، کندز او غزني ولایتونو کې د طالبانو دسرې قطعې دقومندان مرستیال په ګډون یولس(۱۱) طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، پنځه تنه یې ژوندي نیولي او د دریو(۳) موټربمونو مخه یې نیولې.

دافغاستان دملې دفاع وزارت خبر پاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د بلخ په (چهاربولک) ، (نهرشاهي) او (چمتال) ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او ځوابي بریدونو په پایله کې دری (٣) تنه طالبان وژل شوي، څلور(۴)  تنه ټپیان شوي،  پنځه (۵) تنه نیول شوي او یو (۱) موټر بم کشف او له منځه وړل شوی دی.

همدا شان خبرپاڼه زیاتوي چې په تخار کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان مرستیال وژل شوی.

دتخار په بهارک ولسوالۍ کې تیره شپه په یو موخییز هوایي برید کې اوه (۷)  تنه طالبان وژل شوي او دری (۳) تنه ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو،  دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو پیغام کې ویلي چې د بلخ ولایت زارع ولسوالۍ مرکز ته نژدې یې پر افغان عملیاتي قطار برید کړی چې، په ترڅ کې اته لس (۱۸)  تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې .

 

ټیګونه

کمنټونه