Feb 15, 2020 17:20 Asia/Kabul
  • د موازی حکومت د جوړولو په اړه د افغان ولسمشر د لومړی مرستیال دریځ

د موازی حکومت د جوړولو په اړه د جنرال دوستم خبردارې د انتخاباتو د اوسنی بهیر د دوام په بڼه کې په دغه هیواد کې د سیاسی شرایطو د پیچلتیا ښودنه کوي چی ظاهرا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شکایتونو د غور کمیشن له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کولو نیت نلری

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال خبردارې ورکړ که د درغلۍ په اساس د ولسمشرۍ د ټاکنو نتیجه اعلان شی نو د عبد ا... عبد ا... په مشرۍ به موازی حکومت جوړ کړي . جنرال عبدالرشید دوستم  خبرداری ورکړ چې له درغلۍ رامینځته شوی حکومت نه مني او مونږ به د افغانستان د ملي وحدت دحکومت په مشرۍ موازي حکومت جوړ کړو .

د جنرال رشید دوستم ویاند بشیر احمد تهینج هم وویل د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون کارونه د قانون پراساس نه دي او که چیرې دغه کمیسیون د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون فیصلو ته پام ونکړي نو مونږ به  غلي پاتې نشو .

د موازی حکومت د جوړولو په اړه د جنرال دوستم خبردارې د انتخاباتو د اوسنی بهیر د دوام په بڼه کې په دغه هیواد کې د سیاسی شرایطو د پیچلتیا ښودنه کوي چی ظاهرا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شکایتونو د غور کمیشن له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کولو نیت نلری .

له دې سره سر ه چی د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جنجالی نتیجو له اعلانه اونۍ تیرې شوی دي خو داسې ښکاری چی په شکایتونو د غور کمیشن په درغلیو او خلاف ورزیو مشتمل له انتخاباتی مفاسدو سره په چلند کې ضروری اراده او شجاعت نلری . په تیره بیا دا چی د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن مشرې میرمن حوا علم نورستانی وویل په دغه هیواد کی د دغه اورګانڅه د پاسه دولس   زره کارکونکیو په انتخاباتی درغلیوکې رول درلودلې دې او هغو یې په شکایتونو د غور کمیشن ته معرفی کړی دي .

دا ګومان مطرح دې چی په افغانستان کې په انتخاباتی شکایتونو د غور کمیشن تر بهرنیو دباونو لاندې له انتخاباتی مفاسدو سره د چلند او له بیومټریک سیسټم بهر رایو د باطلولو لپاره ضروری وس نلري او همدغه مسله سبب شوی ده چی د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان د خلکو د رایو ساتنې او ناپاکو رایو د پاکو رایو بیلولو او نهایی شمیرنو ته هیله ونلرلې شی .

د دوستم خبرې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهایی نتیجې ، له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کولو او په خپلو قانونی دندو د شکایتونو د غور کمیشن د پام نه کولو په غبرګون کې په افغانستان کی د سیاسی شخصیتونو ، ډلو د احتمالی اقداماتو او فیصلو د ځینو برخو منعکسونکی دي چی د افغانستان سیاسی ، اجتماعی ، امنیتی فضا له مخکې زیاته تاوتریخوالیو په لور بیایی .

له تقلبی رایو د راوتلی حکومت په نه منلو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړنیو نتیجومعترضو کاندیدانو څو ځله ټینګار په هیواد کی دا اندیښنه رامینځته کړي ده افغانستان به په راتلونکیو میاشتو کې د زیات سیاسی درز او تاوتریخوالی په لور لاړ شي چی د اشرف غنی د لومړی مرستیال خبرې په دې لړ کې جاجول کیږی .

په داسې شرایطو کی ، په شکایتونو د غور کمیشن په ځانګړی تاریخی موقعیت کې  راغلې دې چی د خپلو قانونی صلاحیتونو په اساس له ناپاکو رایود پاکو رایو د نه جلا کولو لپاره د بهرنیو دباونو په افشا کولو سره  د زیات تاوتریخوالی او حتی په افغانستان کی د احتمالی نښتو مخه نیولې شي .

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه