Feb 16, 2020 06:15 Asia/Kabul
  • طالبان د جنګ ختمولو ته تیار دي

د افغانستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په یوه بیانیه کښې ټینګار وکړ چې د طالبانو او امریکې ترمینځ د صلحې د موافقې له مخې دغې ډلې د جنګ او بریدونو بندولو ته غاړه ایښې ده.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په پرونۍ خبرپاڼه کښې راغلې دي چې د امریکې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو یعنې مایک پمپئو او مارک اسپر وړمه شپه په جرمني کښې د میونخ د امنیتي غونډې ترڅنګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړی او ویې ویل چې په مشروطه توګه له طالبانو سره د صلحې موافقه په راتلونکو اونیو کښې فاینل کیږي.

په دغې خبرپاڼې کښې زیاته شوې چې په یاده کتنه کښې هم داشان د افغانستان د حکومت له خوا د صلحې د بهیر د مالکیت د څرنګوالي او د څارنې د طریقې په هکله هم بحث او د نظر تبادله وشوه.

له طالبانو سره تش د نامې صلحې د موافقې په هکله د امریکې د جګ پوړو چارواکو دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې دغې ډلې په دې هکله تراوسه خپل نظر نه دی څرګند کړی او له دې مخکښې یې په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدو او د صلحې د ټینګیدو یوازنۍ لاره، له دغه هیواده د نیواکګرو ځواکونو په وتلو پورې شرطمنه بللې وه.

 

ټیګونه

کمنټونه