Feb 16, 2020 14:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دامریکائي عسکروکمیداپرسولې مثبتې اغیزې شیندي

د افغانستان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې هیواد ئې په ځان دبسیاینې په لور په حرکت کې دی ، زیاته کړې ،حکومت دم ګړۍ له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او امنیت د تامینولو توانمنۍ لري او همدا چاره په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د کمولو د ضرورت بیانونکي ده .

  زمونږخبریال راپور راکړد  د افغانستان ولسمشر  اشر ف غني   دمونیخ امنیتی کنفرانس په څنډې کې پخپلو لیدو کاتو کې  دافغانستان   د سولې په بهیر  ددغه هیواد د حکومت پر مدیریّت په ټينګار سره  وئيلی دي ،باید د سولې د بهیر خطرې  هم په دقیق ډول وپیژندو څ و  په دې زمینې کې  له ستر چیلنج سره مخامخ نشو .

  د افغانستان ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې  هیواد ئې په ځان دبسیاینې په لور په حرکت کې دی ، زیاته کړې ،حکومت دم ګړۍ  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې او امنیت د تامینولو  توانمنۍ لري  او همدا چاره  په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د کمولو د ضرورت  بیانونکي ده .

 په افغانستان کې  د امریکائي عسکرو د کمولو په باب د افغان ولسمشر  څرګندونې  په داسې حال کې دي ، چې  تیره اونۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د طالبانو او امریکا  دخ برواترو  دوام ته په اشارې سره لیکلي وو ،دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په مشروط ډول موافقه کړې چې  امریکا ئي پوځیان له افغانستانه ووځي ،خو  دا به هاله  لاسلیک شي ، چې طالبان د موافقې له  لاسلیک کولو یوه اونۍ تر مخکې پورې  د تاؤتریخوالی د کمولو په باب  خپلې ژمنتیاوې  اثبات کړي .

 د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې خبرو اترو تردې دمه،د افغان ولس لپاره هیڅ نتیجه نه ده د رلودلې  او امریکایانو  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه  هماغه راز دغه هیواد له بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه