Feb 16, 2020 15:31 Asia/Kabul

ویل کیږي چې په نشه یی توکو باندې د ځوانانو د روږدي کیدو اندازه مخ په زیاتیدو ده. ده وویل چې د تازه څیړنو په بنسټ ، تر اوسه پنځه سلنه د کابل ځوانان او دیارلس سلنه د ولایتونو ځوانان په نشه یی توکو باندې روږدي دي.

زمونږخبریال له غزنی راپور راکړ  دافغانستان په خوست ولایت کې دسیمې خلکو او قومي مشرانو په یوې جرګې کې پریکړه کړې چې له دې وروسته به اجازت ورنکړي ،د سیمې خلک د نشه یيزو توکود پيرپلور کار ووکړي  او که داسې کوم کار چا وکړ نو کورته به ئې اور واچول شي .

د خوست ولایت د (اسماعیل خیلو) او (مندوزیو) ولسوالیو قومي مشرانو  په یوې جرګې  کې پریکړه لیک لاسلیک  او ګواښ ئې  کړی چې ، که له دې وروسته هرڅوک د نشه یي توکو د پیراو پلور او قاچاق په تور ونیول شو، کور به یې سوځول کیږي او وروسته به دولت ته سپارل کیږی.

Image Caption

دیادې جرګې دوه تنه غړي چې پر مخ یې خوښي ښکاري وايي نور به اجازه ورنه کړي چې په دې سیمه کې خلک نشه وکړي او یا یې هم وپلوري ، که یې څوک ولیدل له سیمه یې باسي او کورته یې اور اچوي.

د دې جرګې یو بل تن غړی هم وایي چې که مونږ له ولس او ولس له مونږ سره مرسته وکړي او همکار شی نو د نشې بو ټی به له منځه یوسي.

باید وویل شي چې خوست په افغانستان کې لومړنی ولایت دی چې قومي مشرانو یې پکې داسې یو تازه اقدام کړی.

ټیګونه

کمنټونه