Feb 17, 2020 15:34 Asia/Kabul
  • سروردانش د افغان کډوالو په اړه په پاکستان نیوکه وکړه

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا وايي، د افغان کډوالو تر ستنیداد ترهه ګرۍ د ختمیدا ضمانت نشو ورکولې .

 

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال  سرور دانش وايي د افغان کډوالو موضوع باید په سیاسی او په کابل حکومت د دباو لپاره د عامل په موضوع بدله نشي .

سرور دانش چې نن یي  په اسلام‌اباد کې "پاکستان ته د افغان کډوالو د مهاجرت د ۴۰مې کالیزې" په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د پاکستان حکومت باید د افغانستان په سوله کې شریک واوسي.

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا وايي، د افغان  کډوالو تر ستنیداد ترهه ګرۍ د ختمیدا ضمانت نشو ورکولې .

عمران خان زیاتوي مونږ سولې ته اړتیا لرواو زه دعا کوم چی په افغانستان کی د سولې خبرې اترې بریالی شي .

عمران خان همداراز وویل چی په پاکستان کی د ترهه ګرو امن پټنځایونه نشته دي .  

 

ټیګونه

کمنټونه