Feb 18, 2020 07:49 Asia/Kabul
  • راتلونکو څلورو ورځو کښې د ولسمشریزو انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلانېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان ته سپاري.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند «عبدالعزیز ابراهیمي» رسنیو ته ویلي «تر راتلونکو درې یا څلورو ورځو به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو بل غړي «حنیف دانشیار» هم پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د خلګو انتظار نور پای ته رسېدونکی دی او د څلورو ورځو دننه  د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانېږي.

د ټاکنو کمېسیون له قوله، په هیواد کې شته سیاسي وضعیت به د ټاکنو  د پایلو پر اعلانولو کوم ناوړه اغېز ونکړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وروسته له هغه د نهايي پایلو د اعلان خبر ورکوي، چې وړمه ورځ د حزب وحدت او جمعیت ګوندونو ګواښ وکړ، که د ټاکنو په پایلو کې شفافیت په نظر کې ونه نیول شي، دوی به د عبدا... عبدا... په مشري موازي حکومت جوړ کړي.

څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» لومړي مرستیال «جنرال دوستم» هم ورته ګواښ کړی وو.

دوستم په ټاکنو کې د «ثبات او همپالنې» ټيم بریا یقیني بللې وه او ګواښ یې کړی وو چې که د  ټاکنو کمېسیون اشرف غني بریالی اعلان کړي، دی به په شمال کې موازي حکومت تشکیل کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه