Feb 19, 2020 13:08 Asia/Kabul
  • اشرف غني د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو /  عبدالله عبدالله وایې نه یې منم

په داسې حال کی چی د انتخاباتو خپلواکه کمیشن پرون اشرف غنی د انتخاباتو ګټونکې اعلان کړ ، عبد ا... عبد ا... په دغو انتخاباتو کې د بریالیتوب په اعلانولو سره وویل یو پراخ بنسټه حکومت به جوړ کړي .

زمونږ خبریال راپور راکوي د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د اشرف غنی اصلی سیال ډاکټر عبد ا... عبد ا... د انتخاباتو د نهایی نتیجې په ردولو سره د بریالیتوب اعلان وکړ .

ده د خپلې کمیټۍ د غړیو او پلویانو په ټول کې خپل سیال په درغلۍ تورن کړ او ویې ویل د هغه ټیم په هیڅ وجه د انتخاباتو نتیجه نه مني .

ده زیاته کړه د انتخاباتو کمیشن خیانت کړې دې او درغلی کونکي  به په تاریخ کې تور مخي شي .

په داسې حال کی چی د انتخاباتو خپلواکه کمیشن پرون اشرف غنی د انتخاباتو ګټونکې اعلان کړ ، عبد ا... عبد ا... په دغو انتخاباتو کې د بریالیتوب په اعلانولو سره وویل یو پراخ بنسټه حکومت به جوړ کړي .

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ستمبر په ۲۸ نیټه ترسره شوی وو .

 

ټیګونه

کمنټونه