Feb 19, 2020 13:25 Asia/Kabul
  • د بهرنيو فوځيانو په هوائي حمله کښې يولس عامه افغانان ووژل شول

د افغانستان په هرات ولايت د بهرنيو ځواکونو په ډرون حمله کښې يولس تنه عامه افغانان ووژل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه حمله کښې چې پرون د دغه ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کښې په سراچه موټر شوې ده د د اتو ماشومانو په شمول يوې کورنۍ يولس تنه عامه افغانان وژل شوي دي چې ځينو سرچينو دغه شمېر دولس تنه اعلان کړے دے.

د رپوټ له مخې د هرات ولايت خلقو په دغه حمله کښې د عامه خلقو په وژله سخت احتجاج وکړ.

که څه هم د دغې هوائي حملې عاملاننه دي اعلان شوي خو په عامه توګه تل د امريکې ترهه ګر فوځيان په افغانستان کښې ډروان حملې کوي.

د افغانستان د بشري حقوقو د کمېشن د شمېرنو له مخې په تېر ميلادي کال کښې له اونيم سوو نه زيات عامه افغان وګړي د بهرنيو او په تېره بيا د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو په هوائي حملو کښې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه