Feb 19, 2020 17:21 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښی اوه سوه کیلوګرامه چاودیدونکی توکي ونیول شول

د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې د اوه سوه کېلوګرامه چاودېدونکو موادو د نيول کېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار امنیه قوماندانی دامنیت امر سمونیار سلیم توتاخیل وایی پولیسو د جلال اباد په لومړی ناحیه کی د عبدالمالک په نوم یو تن سره پنځه څلویښت بورۍ امونیم نایټریت چاودیدونکی توکي چی په یو سراچه موټر کښې ځای پرځای کړی وو کشف او تر لاسه کړل. سلیم توتاخیل وویل له نیول شویو کسانو څخه له تفتيشه  وروسته د ننګرهار ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کی داستوګنی له یو کور څخه پنځه پنځوس بوری چاږدیدونکی توکی چی د دواړو مجموعی وزن اوه سوه کیلوګرامه کیږی له یو سلو څلویښت بنډله ثانیه سوز فليتو سره یو ځای تر لاسه کړل د پولیسو دامنیت امر سلیم توتاخیل وویل ددولت وسله وال مخالفین له دغه چاودیدونکو توکیو څخه دسرک غاړی ماینونو په جوړولو کی کار اخلی

 

ټیګونه

کمنټونه