Feb 19, 2020 17:28 Asia/Kabul
  • لوګر کښې څلور طالبان وژل شوي او وسلې اومهمات نيول شوي دي

د افغانستان په لوګر ولایت کې څلور(۴) تنه وسله وال طالبان دافغان ځواکونو له خوا نیول شوي او په لوګر او هرات ولایتونو کې په يو لړ عملیاتو کښې یو شمیر وسلې او مهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې ،تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې یو لړ   عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور طالبان نیولي دي. په یادو کسانو کې درې تنه د طالب ډلي مشران او یو شکمن کس شامل دی.
خبر پاڼه زیاتوي چې، همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار او د هرات ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل یوولس تیره وسله، اوه عدده شاجورونه او دوه جوړې نظامي یونیفورم کشف او ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دملی دفاع وزارت خبرپاڼې کې راغلي ول چې وړمه شپه د فاریاب د (شیرین تګابګ) ولسوالۍ مرکز کې د دفاعي امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ دنښتې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په (کوه صیاد) کلي د طالبانو په یو ډلې هوایي برید تر سره کړی چې په ترڅ کې یې د طالبانو یو(۱) تن سرګروپ د(ملا محمد) په نامه د خپلو اوو(۷) کسانو سره وژل شوی.

خبر پاڼه کې راغلي چې په  نښتې او هوايي برید کې، داتو (۸) تنو طالبانو د وژلو کیدلو برسیره، څورلس (۱۴)  تنه ټپیان شوي او یو (۱) تن امنیتي سرتیری هم وژل شوی او دوه (٢)  تنه   ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه

کمنټونه