Feb 20, 2020 11:40 Asia/Kabul
  • اشرف غني د خلکو په خدمت ټينګار وکړ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب له اعلانه وروسته خلکو ته د خدمت په اړتیا ټینګار وکړ .

هغه پرون د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون لخوا د خپل باورلیک د ترلاسه کولو په دستورو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې زما حکومت د خدمت لپاره راغلی دی نه د ویشلو یا د تصفیه حساب لپاره وویل بې وزلۍ او بیکارۍ د هیواد ترټولو مهم مشکلات دي چې باید نه وي .

په دغو دستورو کښې چې د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون د غړیو په ګډون سره وشول د انتخاباتو د کمیسیون مشر د ولسمشرۍ باورلیک  اشرف غني ته وروسپاره .

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون دوه (۲) ورځې مخکې یوځل بیا محمد اشرف غني د پنځوس اعشاریه څلورشپيته(۶۴) فیصده رایو په ګټلو سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ او عبدالله عبدالله یې دوهم (۲) لمبر کښې وباله .

عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اشرف غني بریالیتوب نه دی قبول کړی او ورپسې  د هیواد ځینو سیاسي ګوندونو هم د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه