Feb 20, 2020 16:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمالي ولایتونوکې دعبدا..عبدا...په ملاتړکې غونډې جوړې شوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټونکي په توګه اشرف غني ته پرون باؤر لیک ورکړی خو د عبدا..عبدا... لوري د اشرف غني بریالیتوب رد کړی او په دې پسې د افغانستان یو شمیر ګوندونو اوډلو ټپلو له هغه ملاتړ کړی دی .

زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان د شمالي او شمال ختیځي ولایتونو یعني  د فاریاب، تخار ،بلخ ، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو  په لسګونو زره خلکو بیلابیلې غونډې جوړې کړي  او ددغه هیواد د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا مشر او د انتخاباتو غوره کاندید عبدا...عبدا.... ئې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی بللی او له هغه ئې ملاتړ کړی دی .

راپورښئ په  دغو ولایتونوکې  په دغو غونډو کې د عبدا... دبریالیتوب په باب جشنونه هم جوړ شوي  او دغه راز  زیاتره خلکو د افغانستان د ولسمشر په توګه د  عبدا..عبدا... ستر ستر تصویرونه  هم  نصب کړي دي .

 د افغانستان د ملی  اسلامی غورځنګ ویندوي بشیر احمد ته ینج  وئيلی دي ،دغه غونډې د دغه   ګوند د مشر جنرال عبدالرشید دوستم په حکم  سره  او د عبدا...عبدا.... د بریالیتوب د جشن  په اړه ترسره شوي دي .

 له دې مخکې جنرال دوستم  داشرف غني د ټاکل کیدا په ضد داعتراضونو غوښتنه کړې وه .

ټیګونه

کمنټونه