Feb 21, 2020 13:50 Asia/Kabul
  • افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو خبر رد کړ

خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي بیا دا معامله رد کړې او ویلي یې دي چې تر هغو به دې معاملې ته غاړه کینږدي ترڅو چې طالبانو ورسره د دولتپه حثیت مذاکرات نه وي کړي.

زمونږ. خبریال د طلوع نیوز له قوله راپور راکوی د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی دي تر هغو به پنځه زره طالب بندیان خوشې نه کړي چې دغه ډله ورسره مخامخ خبرو ته حاضره شوې نه وي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د بین الافغاني مذاکراتو د باور جوړونې په موخه به ۵۰۰۰ طالبان او ۱۰۰۰ تنه حکومتي منسوبین له دواړو خواو پریښودل شي.

خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي بیا دا معامله رد کړې او ویلي یې دي چې تر هغو به دې معاملې ته غاړه کینږدي  ترڅو چې طالبانو ورسره د دولتپه  حثیت مذاکرات نه وي کړي.

صدیقي ویلي امکان نلري چې د دولت او طالبانو تر مذاکراتو وړاندې دا معامله ترسره شي.

ارګ داسې مهال دا غبرګون ښیي چې تازه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي دي چې له امریکا سره په نهایي شوي تړون کې  د کابل له حکومت سره د مذاکراتو یادونه نه ده شوې او دوی به د ټولو افغان جنګي لوریو له یوه ټولشموله ټیم سره مذاکراتو ته کیني.

د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دخبرو اترو پیلیدا د دغه هیواد یو مهم بحث بلل کیږی خو تراوسه ددغو خبرو د پیلیدا لپاره موافقه نده شوی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه