Feb 21, 2020 14:16 Asia/Kabul
  • نن شپه دولس بجې وروسته نسبي اوربند پیلیږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تایید کړه چې له خالی به اوربند پیل شي

د افغان  رسندویو له راپور سره سم د افغان حکومت د ملي امنیت شورا وايي، د نسبي اوربند یا د تاوتریخوالي راکمولو اووه ورځنۍ موده کې به چی د نن شپه له دولس بجو وروسته یا هم د شنبې د ورځې له سهار ه پیل شي افغان حکومت ناامنه او جګړه ځپلو سیمو ته بیړنۍ مرستې رسول هم پیل کړي.

د افغانستان د  ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تایید کړه چې له خالی  به اوربند پیل شي او په اړه یې افغان ځواکونو ته هم لازمې لارښوونې شوې دي .

 

ټیګونه

کمنټونه