Feb 21, 2020 15:48 Asia/Kabul
  • په دوه ورځوکې دعبدالله عبدالله  د لوړې د دستورو نېټه اعلانیږي

د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د دوی په همه شموله حکومت کې به ټول قومونه، مهم کادرونه، ټول سیاسي لوري برخه ولري.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله چې د نهايي پایلو له منلو یې انکار او د یو همه شموله حکومت اعلان کړی دی اوس وايي ډېر ژر به خپله کابینه او د لوړې د مراسمو نېټه اعلان کړي.

د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د دوی په همه شموله حکومت کې به ټول قومونه، مهم کادرونه، ټول سیاسي لوري برخه ولري.

نوموړي ټینګار کړی چې راتلونکو دوه ورځو کې به د لوړې د مراسمو او نورو مواردو په اړه اعلان وکړي.

خو بلخوا افغان  ولسمشر اشرف غني ګواښ کړی دی چې هیڅوک د افغانانو ملي بقا، اساسي قانون او جمهوریت نه شي ګډوډولې .

 

ټیګونه

کمنټونه