Feb 23, 2020 14:22 Asia/Kabul
  • د تاوتريخوالي د کمولو د موافقې د ناکامۍ لپاره د ځينو لورو په کوششونو د طالبانو اعتراف

د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند ځينې لوري له امريکې سره د صلحې د موافقې د ناکامولو لپاره په هلوځلو تورن کړل.

د اېسنا د رپوټ له مخې سهېل شاهين وويل، ځينې لوري له امريکې سره د طالبانو د تاوتريخوالي د کمولو د موافقې د ناکامولو په لټه کښې دي خو دغه لوري په دغه موافقه کښې څه خلل نه شي پېدا کولې، ځکه چې طالبان په اويا فيصده افغانستان کنټرول لري.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند دې ته په اشارې سره چې طالب ډله يوه واحده رهبري لري زياته کړه: په دغه ډله کښې به ټول له امريکې سره په موافقې پابند وي.

 

ټیګونه

کمنټونه