Feb 23, 2020 17:20 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کی یو مهم طالب قوماندان دنورو طالبانو له لورې ووژل شو

عینی شاهدان وایي چې دننګرهار ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې مشهور او مهم طالب قوماندان مولوي نورعالم مشهور په نصرت دنورو وسله والو طالبانو له لورې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شو

عینی شاهدانو ویلي چې وژل شوے قوماندان د طالبانو له لورې د خوږیاڼیواو شیرزادوو په ولسوالیوکې د طبیعی زیرمو او معدنونو د کیندلو او پلورلو مسول و چې له همدې امله ورسره د ګنو نورو طالب قوماندانانو اختلاف موجود و او ښایی چې دهمدې اختلاف له امله وژل شوی وي.

 د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي هم د مولوي نورعالم مشهور په نصرت وژل کیدل منلي خو نور معلومات یی نه دي ورکړي.طالب ډلې تر اوسه دخپل دغه قوماندان دوژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي. ویل کیږي چې وژل شوي طالب قوماندان په یادو ولسوالیو کې د طبیعي زیرمو د دکیندلو اوپلور له امله خپله شخصي شتمني هم ډیره کړې او په جلال اباد او کابل ښارونو کې داستوګني ګڼ کورونه يې هم اخیستې وو.

 

ټیګونه

کمنټونه