Feb 23, 2020 17:32 Asia/Kabul
  • وسله والو مخالفينو په کندهار کې پر امنیتي سرتېرو دوه ځایه بريدونه کړي

د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو پر اعلان سربېره په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو دوه ځلې بريدونه شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې لومړی برید نن یوولس نیمې بجې په شاولیکوټ کې او بل برید تېره ورځ سهار نهه نیمې بجې په معروف ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو شوي دي.

خو دواړه بریدونه مرګ ژوبله نه لري.

د کندهار د والي ویاند بهیراحمدي نن وویل چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې لومړۍ چاودنه او بيا بريد شوى دى.

هغه زیاته کړه، لومړی د امنیتي ځواکونو پر یوه انټرنېشنل موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې مرګ ژوبله نه لري.

د ده په خبره، وروسته وسله والو پر دغه کاروان وسله وال برید کړی چې د امنیتي ځواکونو یوازې له ځانونو دفاع کړې او برید په شا تمبول شوی دی.

نوموړي وویل چې په وسله وال برید کې هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

احمدي وايي، د ولسمشر د حکم له مخې د وسله والو د تاوتریخوالي کمولو پربنسټ امنیتي ځواکونو یوازې په دفاع حالت کې دي او تعرضي بریدونه نه کوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې لړ کې تېره ورځ سهار ۹:۳۰ بجې هم په معروف ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو پر سرحدي ځواکونو برید کړی و.

دی وايي، سرحدي ځواکونو غوښتل له یوه څاه څخه خپلې پوستې ته اوبه یوسي چې د وسله والو تر برید لاندې راغلي خو مرګ ژوبله نه لري.

تر اوسه د دغو بريدونو مسئوليت چار ډلې په غاړه نه دے اخېستی.

 

ټیګونه

کمنټونه