Feb 24, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • کورونا وایروس  افغانستان ته هم رسیدلی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په هرات کښې په کورونا وایروس ککړ درې (۳) شکمن کسان وپیژندل شول .

د افغانستان د روغتیا او د درملنې وزارت ویاند وحید الله مایار پرون په کورونا وایروس د درې (۳) ککړو شکمنو کسانو د پيژندګلوۍ په تائیدولو سره وویل د دغو کسانو نمونې( samples) اخیستل شوي او کابل ته استول شوي دي .

کورونا وایروس چې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې د لومړي ځل لپاره دچین  د  هوبئ ولایت په ووهان ښار کښې رامینځته شوی د دغه هیواد په دیرشو (۳۰) ولایتونو سربیره  اوس د دنیا څه دپاسه دیرشو (۳۰)هیوادونو ته خپور شوی دی .

په چین کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه دوه زره او درې سوه څلویښت(۲۳۴۰) کسان وژل شوي او له اته اویا زرو (۷۸۰۰۰) څخه زیات کسان په دغه وایروس ککړ شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه