Feb 25, 2020 15:06 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کښې (25) په افغانستان او پاکستان کښې له داعش سره د مقابلې لارې چارې

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره داعش په افغانستان کښې نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

ټول شواهد او نښې نښانې د دې ښودنه کوي چې داعش يوه  غربي، عربي او عبري ګډه پروژه ده. د دغو شواهدو له مخې د امريکې په مشرۍ لويديځه نړۍ، صهيونېسټ رژيم او د عربو مرتجع هېوادونه د ترکيې په ملتيا سره د داعش په رامنځته کولو او منظمولو کښې په مستقيمه يا غېر مستقيمه توګه لاس لرلے دے. په دې لړ کښې له دغو لوبغاړو څخه هر يو د ګډو اهدافو ترڅنګه خپل خاص اهداف هم لرلي دي. له دغو هېوادونو څخه د هر يو هېواد  استخباراتي او امنيتي ادارې د داعش له لارې يو ډول نيابتي جنګ کښې ښکېلې وې او دي. په سوريې او عراق کښې د داعش د خلافت پروژې له ماتې وروسته داسې ښکاري چې د دغې ترهه ګرې ډلې ملاتړو په نورو سيمو کښې د دغې ډلې لپاره ځينې نور استعمالونه پلان کړي دي.

د هغوي له نظره د افغانستان او پاکستان د خلافت د  دويمې برخې لپاره داعش د تش په نامه ستر خراستان په عنوان سره پلان شوے دے چې د لويديځ د سياليو په تېره بيا د روسيې، چين او ايران په خلاف يې استعمال کړې شي.

               دا په داسې حال کښې دي چې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د داعش د خلافت د ماتې باوجود د دغې ډلې او د دې په شان د نورو ډلو باقي پاتې عناصر هم هغه شان د صهيونېسټ رژيم د سټراټيجکو اهدافو په تېره بيا د مقاومت د محور د کمزوري کولو او په آخر کښې د عربو هېوادونو د قومي او مذهبي تقسيم لپاره ترې استفاده کيږي. د داعش ملاتړے عربي محور هم سعودي  دے چې خپل سټراټيجک اهداف يې د اختلافاتو او فرقه پالنې زياتول ګرځولي دي.د سعودي له نظره د داعش ترهه ګرې ډلې کارکردګي له تشيع او له هغه نه له راپورته شوي حکومتي نظام سره مقابله ده چې د اسلامي انقلاب  موضوع يې د سنينانو لپاره هم جاذبه لرونکې کړې ده. جوته ده چې د داعش د ملاتړو محورونو که هغه يې غربي ملاتړي وي او که عربي هدف د صهيونېسټ رژيم غاصبانه موجوديت پراختيا او په اسلامي نړۍ کښې تفرقه اچول او د هغې کمزوري کول دي.

د داعش او د هغه د ملاتړو په باره کښې د مقاومت د محاذ د مشر سيد حسن نصرا... وېنا هم هغه شان تروتازه ده. لکه چې وائي: «مونږ نن له يو شمېر پلانونو، ډلو او خطراتو سره مخامخ يوو چې د نورو موجودګي نه شي زغملې. اوس يوه وحشي او تکفيري ډله د سيمې د ټولو ملتونو په مقابل کښې راغلې ده او يوازې هغه څوک ترې بچ پاتې کيږي چې د هغوي په شان ژوند تېروي او د هغوي په شان فکر کوي او د هغوي له خليفه سره بيعت وکړي. هغوي له شريعت او فقهې څخه ناخبره دي او ادعا کوي چې اسلامي شريعت نافذ کوي. زۀ له هغو کسانوڅخه چې يې خاموشي اختيار کړے ده يا له دغو ډلو څخه دفاع کوي غواړم چې په خپلو اندازو لګولو کښې دې بيا نظر کتنه وکړي. تاسو به د داعش او النصره وړومبني قربانيان يئ. داعش د امريکې د سترګو په وړاندې په ګاډو او موټرو، ټينکونو او وسلو سره له يو ښار نه بل ښار ته ، له يوې صوبې نه بلې صوبې ته او له عراق نه سوريې او له سوريې نه عراق ته ځي راځي.»

                              البته داعش يوازې د نړيوالو او سيمه ايزو قوتونو له اطلاعاتي پروژو سره په ارتباط کښې نه شوو واضح کولې.که څه هم د قوت له سرچينو سره  د دغې ډلې د مشرانو په وابستګۍ کښې څه شک نه شي کېدې، خو د داعش په ډانچه کښې د تش په نامه اسلامي خلافت د احياء د ارمان په اړه مذهبي انګېزو ته پکار نه دي کم پامي اوشي. په حقيقت  کښې داعش د سلف صالح، جهاد او تکفير په شان له اسلامي مفاهيمو څخه ترممکنه حده ډېره  ناوړه استفاده کوي او نو ځکه ورسره په مقابله کښې پکار دي د دا ډول مقولاتو په وضاحت کولو کښې کافي دقت اوشي. په عين حال کښې داعش د دښمن له تقسيم بندۍ سره له لرې او نزدې دښمن سره په عمل کښې يوې پروسې ته داخل شوے دے چې د کفر له نړۍ سره د اسلام  جنګ يې له مسلمانانو سره د مسلمانانو او د شيعه او سني په قالب کښې جنګ ته منحرف کړے دے او دا چاره د اسلامي نړۍ لپاره خطرناکه ده، نه يوازې له دې لحاظه چې لويديځ استکبار او نړيوال صهيونېزم د اسلامي مقاومت له ګوزاره لرې ساتي، بلکه له دې نظره چې شيعه اصلي او د اولې درجې دښمن اوښئ او د مقاومت محور تر دباو لاندې راولي.

                   نو په دې بنياد پکار دے وړومبے داعش ترهه ګره ډله په صحيح توګه اوپېژندل شي او بيا ورسره د مقابلې لارې له فوځي او امنيتي نه په پراخه مفهوم کښې او په سياسي، حقوقي، کلتوري او آئيډيالوجېک اړخونو کښې په  نظر کښې ونيول شي. په افغانستان او پاکستان کښې له داعش سره د مقابلې لپاره هم داسې يو ترکيبي تګلارې ته ضرورت دے. البته هيڅ يوه وړانديزي لاره په يوازې ځان يوه پرېکنده حل لاره په لاس نه ورکوي او په زماني او  مکاني تناسب سره او د داعش د ټولو مخالفو لوبغاړو په غږملتيا سره د لارو چارو ترکيب ته اړتيا لري.

بې له شکه فوځي او امنيتي لاره د اېشيا په لويديځ کښې له داعش سره د مقابلې يوه موثره لاره ده.دا حقيقت په عملياتي چاپېريالونو کښې داسې خلاصه کېدې شي. داعش د اېشيا په لويديځ کښې يو جغرافيا ترلاسه کړې وه او د عراق او سوريې په يو لړ برخو تسلط پېدا کړے ؤ. د دغو سيمو آزادي يوازې د هوائي بمباريو له لارې امکان نه لره او په همدې وجه زمکني عمليات نه انکارېدونکي وو، په دې زمينه کښې ايران او د مقاومت محور يو ټاکونکے رول ولوبوۀ. له دې هر سره سره هم هغه شان چې ورته اشاره اوشوه منجمله په افغانستان له داعش سره مقابلې سياسي او اقتصادي لارو چارو ته هم ضرورت لرۀ. په تهران کښې د سياسي مسائلو کارپېژاندے صباح زنګنه په دې اړه وائي: داعش ته د ځينو هېوادونو د ځوانانو د ګروهنې اصلي انګېزه د زياتو درامدو ترلاسه کول دي ځکه چې دغه ډله هغو سرچينو ته په پام سره چې د نورو هېوادونو لخوا د دغې ډلې په اختيار کښې ورکړې شوې وې په آسانۍ سره د دغې ډلې مالي ضرورتونه پوره کولې شول. له دې امله له داعش سره د مالي او وسلوله مرستو څخه مخنيوے هم له هغو ترجيحاتو څخه ؤ چې ورسره د مقابلې لپاره پکار دے په نظر کښې نيول شوې وې.

د داعش د پرمختګ په وخت د سوريې اوعراق تجربې اوښودلهچې حکومتي ځواکونه د مقاومت لپاره  له اولسي اډاڼې نه بغېر کافي توان نه لري. نو ځکه په دغو دوو هېوادونو کښې د رضاکاو ولسي ځواکونو منظمولو او مضبوطولو د داعش د ادعا وړ خلافت په ماتې کښې يو مهم رول لرلےدے.په افغانستان او پاکستان کښې هم پکار دے دا پام اوشي چې د داعش ځواکونو يوه برخه په ځاي کسانو او د افغانستان د طالب ډلې او د پاکستان د طالبانو د تحريک نومې ډلې په کسانو مشتمله ده، بله دا چې داعش په دغو دواړو هېوادونو کښې څه معلومه او په خپلو کښې کنډلې جغرافيا نه لري. د دې باوجود په افغانستان کښې د اقتدار يو ډول تقسيم موجود دے چې دا چاره له ترهه ګرو ډلو په تېره بيا له داعش سره په مقابله کښې د ملي فوځ ، پوليسو او امنيتي ځواکونو د کارنده توب خنډ شوې ده. نوځکه داسې ښکاري چې د فوځ او امنيتي ځواکونو پياوړتيا چې په ټول هېواد باندې واکمني وکړي، په افغانستان کښې له داعش او د هغه په شان نورو ډلو سره د موثرې مقابلې شرط وي.

داسې ښکاري چې له داعش سره په مقابله کښې د پاکستان مشکل قبائيلي سيمې دي. نو ځکه د دغو سيمو د چارو د چلولو په جوړښت باندې د مرکزي حکومت پوره تسلط له داعش سره د اسلام آباد د مقابلې ډېره مهمه لاره ده. له جغرافيائي لحاظه په افغانستان او پاکستان کښې د دوه مناسبې سيمې د داعشي ځواکونو د احتمالي ځاے پرځاے کېدو لپاره شتون لري يوه د ډيورېنډ دواړو خواو ته قبائيلي سيمې دي او بل د افغانستان شمالي سيمې دي چې بدخشان ولايت او فرغانه دره  چې تر تاجېکستان پورې غزېدلې ده شامل دي.   

نو ځکه د پاکستان او افغانستان او د مرکزي اېشيا د هېوادونو په تېره بيا د تاجېکستان  فوځي او امنيتي ملګرتيا او له هغو څخه سيمه ايز ا نړيوال ملاتړ به د داعش د پېزواني کولو لپاره نه انکارېدونکې چاره وي.

ګرانو او قدرمنو اورېدونکو په دې  هيله چې داعش په افغانستان کښې نومې لړۍ دغه مطلب  مو د پام او استفادې وړ ګرځېدلي وي. په دې اړه به په راتلونکي مطلب  کښې له تاسو سره بيا وغږيږوو. تر هغه وخته روغ جوړ او بريالي اوسئ.

--------------

 

ټیګونه

کمنټونه