Feb 25, 2020 15:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان ګډي پولې له ایران سره خلاصي دي

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویندویي اعلان وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت سره د تګ راتګ لپاره د دې هیواد ځمکنۍ پولې خلاصي دي.

د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ وویل: د دې هیواد ګډي پولې د ایران سره خلاصي دي او خلګ کولای شي د کرونا د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د صحي تدابیرو په مراعتولو سره ایران ته تګ   راتګ وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویندویي زیاته کړه، ایران ته د خلګو سفرونه د نړیوالې روغتیایي ادارې او د افغانستان د صحت عامې د وزارت د مخنیونکو اقداماتو په ترڅ کې دوام مومي.
په عین حال کې د افغانستان د صحت عامې د وزارت ویندویي وحیدالله مایار هم د ایران سره د دې هیواد د ګډو پولو خلاصېدو ته په اشارې سره وویل: په کرونا وایرس باندې د اخته و کسانو د پېژندګلوۍ لپاره اړین اقدامات تر سره شوي دي.
د افغانستان د صحت عامې د وزارت ویندویي زیاته کړه: ایران سره په ګډو پولو کې روغتیایي ټیمونه ځای پر ځاي شوي او هغو کسانو ته چي له ایران څخه افغانستان ته راځي اړینې روغتیایي سپارښتنې ورکول کیږي.
د دوشنبې په ورځ افغانستان خپلي ځمکني پولې له ایران سره تړلې وې.
 

ټیګونه

کمنټونه