Feb 27, 2020 05:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان د  خلکو د پاکو رایو دفاع به وکړو

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ثبات او د همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله په دغه هیواد کښې د موازي حکومت د رامینځته کولو لپاره د هڅو د بندیدا په اړه د امریکا د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دغه ټیم به د خلکو د پاکو رایو دفاع وکړي .

عبدالله عبدالله پرون د افغانستان د تیر میلادي کال دسپتمبر د اتویشتمې (۲۸) نیټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په نه منلو سره وویل د خلکو د پاکو رایو پراساس د ثبات او د همپالنې ټیم په انتخاباتو کښې بریالی دی او پراساس به یې په افغانستان کښې ټول شموله یعني پراخ بنسټ حکومت جوړ کړي .

د افغانستان د  ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله دغه راز د تاوتریخوالو د کمولو د تفاهم عملي کیدا ته په اشارې سره وویل د دغه بهیر په دوام  او بریالیتوب سره به د سولې موافقه لاسلیک شي او دا د عمومي اوربند او د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د زمینې د برابرولو په لړ کښې مهم ګام دی .

 

ټیګونه

کمنټونه