Feb 27, 2020 14:16 Asia/Kabul
  • دقندهار خلکو د تاوتريخوالي کمښت د دوام خیرات وکړ

دقندهار يوشمېر خلکو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمښت په هرکلي د قرآن عظيم الشان ختم وکړ او په اړو کسانو يې  غوښه ووېشله .

قندهارخلکو  دتاوتريخوالي کمښت  دپنځو ورځو په بهير کې  په لسګونو غواګانې او پسونه حلال کړل . او دقران عظيم الشان دختم  په کولو سره يې دالله ( ج ) له دربار څخه وغوښتل  چې  په جګړه ځپلي افغانستان کې د دايمي سولې  دلارې پرانستونکي شي .
د قندهار يو پانګه وال حاجي اسمعيل  وايي چې  په لسګونو غواګانې يې په افغانستان کې ددايمي سولې دټينګښت لپاره  نذرانه کړې دي .
هغه وايي:  که چېرې الله ( ج ) وغواړي  بين الافغاني خبرې به ډېر ژر پيلېږي او داپه افغانستان کې د دايمي سولې لپاره زمينه برابروي .
دسپين بولدک ولسوالۍ يو ښوونکى احمد کريم  په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمښت  دپنځو ورځو په تېرېدو سره  هره ورځ د قران عظيم الشان  ختم کړى دى .
هغه وايي:  دالله (ج ) له دربار څخه غواړم چې په افغانستان کې سراسري سوله تامين شي .
دقندهار خلکو له حکومت او له طالبانو څخه وغوښتل  چې ددايمي سولې ټينګښت لپاره اوږدمهال اوربند وکړي .
ټاکل شوې ده د روانې مياشتې پر لسمه  دطالبانو ډله له امريکا سره دسولې  موافقه ليک لاسليک کړي . چې دافغانستان دخلکو په باور بين الافغاني خبرو او په هېواد کې ددايمي سولې ټينګښت لپاره لاره اواروي .
دافغانستان حکومت اوطالبان  دسولې دموافقه ليک  دلاسليک کولو په هرکلي کې روانه اوونۍ په هېواد کې دتاوتريخوالي کمښت په نامه نومولې ده او ژمنه يې کړې ده  چې په دې اوونۍ کې پريواوبل بريدونه  نه کوي.
 

ټیګونه

کمنټونه