Feb 27, 2020 15:30 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی د طالبانو پر خلاف پیل شوي پوځي عملیات ځنډول شوي

دتاوتریخوالي د کمښت له پیله تر دامهاله په ختیزو ولایتونووکې د ناامنۍ کومه پام وړ پیښه نده رامینځته شوې. د طالبانو له لورې د اتیا سلنه تاوتریخوالي د کمښت موده دشنبی په شپه پر دولسو بجو پای ته رسیږي او ټاکل شوی چې د شنبی په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د وسله والو طالبانو او امریکا تر مینځ هوکړه لاسلیک شي.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان دننګرهار والي شاه محمود میاخیل نن سهار په جلال اباد ښار کې د حوت نهمي د افغان عسکرو  د ورځي نمانځونکو مراسمو ته دخبرو پرمهال وویل  د افغانستان د مرکزي حکومت  د سپارښتنی او د ننګرهار دولایتی ادارې د نظامي شورادپریکړې اود تاوتریخوالي د کمښت د اونۍ په درناوي او ښه نیت کې یې د دی ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر خلاف پیل کړي عملیات ځنډولي دي. والی وویل په دې عملیاتو کې افغان امنیتی ځواک پام وړ پرمختګ کړی و او ډیری سیمی یی د وسله والو طالبانو له واکه خلاصی کړي وې.د ننګرهار والي وویل که د وسله والو طالبانو له لورې د تاوتریخوالی اونۍ وغزول شي دوې به هم دهغوې پر خلاف د پوځي عملیاتو د ځنډیدو موده وغزوي.دغه مراسموته په ختیزو ولایتونو کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالهادي ترین په خپلو خبروکې له وسله والو طالبانو نه د تاوتریخوالي د کمښت پر ځای د دایمي اوربند غوښتنه وکړه  جنرال ترین وویل دتاوتریخوالي د کمښت له پیله تر دامهاله په ختیزو ولایتونووکې د ناامنۍ کومه پام وړ پیښه نده رامینځته شوې. د طالبانو له لورې د اتیا سلنه تاوتریخوالي د کمښت موده دشنبی په شپه پر دولسو بجو پای ته رسیږي او ټاکل شوی چې د شنبی په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د وسله والو طالبانو او امریکا تر مینځ هوکړه لاسلیک شي. اټکل کیږي چې ددې هوکړي تر لاسلیک وروسته هم د تاوتریخوالي دکمښت موده وغزول شي او تر لسو ورځو پورې د ناروی هیواد په پلازمینه اوسلو کې د طالبانو او افغان حکومتي پلاوي تر منځ خپلمنځي خبری پیل شي خو په قطر کې د طالبانوسیاسي دفتر په تازه څرګندونو کې ویلي چې دخبرو تر پیل وړاندی باید د دواړو لوریو تر منځ دبندیانو موضوع یو طرفه شي طالبانو ویلی چې افغان حکومت به پنځه زره طالب او طالبان به زر تنه حکومتي بندیان خوشي کوي خو افغان حکومت دطالبانو ددی تازه څرګندونو په اړه څه نه دي و یلي.

 

ټیګونه

کمنټونه