Mar 25, 2020 05:27 Asia/Kabul
  • د اشرف غني او د عبدالله عبدالله اختلاف نور زیات شول

ایرنا خبري اژانس وايي خبري سرچینو د محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمینځ چې ځانونه د افغانستان ولسمشران ګني د اختلافاتو د زیاتیدا خبر ورکړ .

محمد اشرف غني پرون د ویډیو کانفرنس له لارې د افغانستان خلکو ته په وینا کښې وویل وړمه ورځ ما له عبدالله عبدالله سره جلا خبرې کړي دي او له هغه مو غوښتي دي چې د سولې په بهیر کښې اساسي رول ولوبوي او زه په کابینې کښې د هغه غړي شاملوم خو عبدالله عبدالله په یوه (۱) شپه کښې او د دوو() کسانو ترمینځ د اساسي قانون په بدلیدا ټینګار کړی دی .

اشرف غني ټینګار وکړ عبدالله عبدالله د تشکیلاتو د بدلولو غوښتنه کړي ده کوم چې په کامل ډول د افغانستان له اساسي قانون سره توپیر لري .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل د اساسي قانون بدلول یوازې د لوې جرګې په صلاحیت کښې راځي او زه د هیڅ سړي په غوښتنه په اساسي قانون کښې د بدلون د راوستلو صلاحیت نلرم .

اشرف غني تینګار وکړ زه د ټولو سیاسي ، قومي ، ژبني او مذهبي ډلو په شمول د یوه(۱) پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتونکی یم .

 

ټیګونه

کمنټونه