Mar 25, 2020 11:41 Asia/Kabul
  • د کابل ښار یوه درمسال باندې ځانمرګو د لسګونو خلګو وینه توي کړه

راپورونه ښیي چي دمګړی د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته روانه ده. ویل کېږي چې د برید پر مهال شاوخوا ۱۵۰ کسان په دغه درمسال کې په عبادت بوخت وو.

زمو.نږ خبریال د خبري سرچینو له قوله راپور راکړ: د افغانستان د داخله وزارت ویاند طارق ارین وایي: یو شمېر ځانمرګي حمله کوونکي د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې چنداول سیمه کې یوه درمسال ته ننوتي دي او وروستي راپورونه ښیي چي تر دې دمه په دغي ځانمرګي حملې کې لس کسان وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان ښوي دي.

هغه ویلي دي: چې دغه ځانمرګي برید کوونکي نن سهار ۰۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار د لومړۍ حوزې د شور بازار په کوڅه کې یوه درمسال ته ننوتي دي التبته د ځانمرګو د شمېر په باب معلومات نشته.

راپورونه ښیي چي دمګړی د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته روانه ده. ویل کېږي چې د برید پر مهال شاوخوا ۱۵۰ کسان په دغه درمسال کې په عبادت بوخت وو.

هندوان او سیکان د افغانستان مذهبي اقلیت دی او له لسیزو راهیسې په ازادانه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کوي خو دا لومړی ځل دی چې ددوی پر عبادتځای برید کېږي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه