Mar 26, 2020 07:37 Asia/Kabul
  • افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د خپل مذاکراتي ټیم نوملړ اعلان کړ

له يوې اوږدې مودې وروسته د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ټیم نومونه څرګند شول.

د افغانستان د ملي تلویزون د راپور له مخې، حکومت د ملي امنیت د پخواني رییس «معصوم ستانکزي» په مشرۍ یو شل کسیز پلاوے د بین الافغاني مذاکراتو د وړاندې وړلو لپاره ټاکلې دے.

په خپاره شوي نوملړ کې د معصوم ستانکزي، ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، باتور دوستم،خالد نور، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، حبیبه سرابي، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، زینب مؤحد، ضرار احمد مقبل او غیرت بهیر نومونه ترسترګو کېږي.

د بین الافغاني مذاکراتو پلاوے، چې افغان حکومت یې د تشکیل په اړه له اوږدې مودې راپدېخوا ضد او نقیض خبرونه ورکول، لا  هم څرګنده نه ده، چې ټولو افغاني اړخونه او ګوندونو ته د منلو وړ دے که نه؟.

تر دې وړاندې هم څو څو ځله  د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومتي پلاوي د تشکیل د بشپړېدو خبرونه ورکړل شوي وو، خو په بیا، بیا د ګوندونو له لوري رد شوي وو او ادعا شوې وه، چې ارګ له دوی سره د پلاوي په جوړولو کې سلا مشورې نه دي کړې.

طالبانو تر دې دمه د حکومتي پلاوي د تشکیل په اړه غبرګون نه دے ښودلی، خو له امریکا سره د مذاکراتو له پيله یې دریځ دادی، چې له کابل حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرې نه کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه