Mar 26, 2020 12:26 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د اشرف غنی حکومت د خبر و اتروکونکي پلاوي د لیسټ نهایی کیدا

په دغه پلاوی کې د حکومت استازي ، میرمنې ، ګوندونه ، عالمان ، ځوانان او مدنی ټولنه شامل دي .

له يوې اوږدې مودې وروسته د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ټیم نومونه څرګند شول. دغه لیسټ شل غړی لري او د افغانستان د ملی امنیت  پخوانې مشر معصوم ستانکزي هغه هدایتوي .

په دغه پلاوی کې د حکومت استازي ، میرمنې ، ګوندونه ، عالمان ، ځوانان  او مدنی ټولنه شامل دي .

د غنی حکومت  له طالبانو سره په داسې حال کی دا نوملړ نهایی کړې دې چی له دې مخکې د عبد ا... په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هم  له طالباننو سره د خبرو اترو لپاره  د غړیو یو لیسټ جوت کړې وو .

د په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمینځ د موافقې له لاسلیکیدا وروسته ټاکل شوی ده د افغان دولت او طالبانو ترمینځ خبرې اترې د دواړو لورو د بندیانو له خوشی کیدا وروسته پیل شي .

د اشرف غنی او عبد ا... لخوا د جلا جلا لیسټونو نهایی کول چی دواړه ځان د ولسمشرۍ د انتخاباتو بریالی بولی ، په دغه هیواد کی د سولې مسله نوی پیچلتیا ته ورداخلوي .

عبد ا... چی د پراخو درغلیو په دلیل یې د انتخاباتو نتیجه نده منلي او ځان د خلکو د رایو حقیقی بریالې بولی ، د لوړې د دستورو په ترسره کولو سره موازی حکومت جوړ کړې دې  او په داسې چوکاټ کې یې له طالبانو سره د خبرو اترولپاره ټیم جوړ کړې دې .

له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د اشرف غنی او عبد ا... لخوا د دو جلا جلا ټیمونو په جوړولو سره دا پوښتنه مطرح کیږی  چی د دغې مسلې په اړه به د طالبانو غبر کګون څه وي  او طالبان به له کوم ټیم سره خبرې اترې وکړي ؟

په افغانستان کی د انتخاباتو د غیر قانونی والي په اړه د طالبانو کتنې ته په پام سره دغه ډله حتی د ولسمشرۍ د انتخاباتو بریالې کس په رسمیت نه پیژنی ، خو طالبانو په اوسنیو شرایطو او له امریکا سره د سولې له موافقې وروسته بین الافغانی خبرو اترو ترسره کولو ته چمتو شوی دي .

حاضر دمه چی بین الافغانی خبرو اترو ته ورتګ د طالبانو لپاره په نوی سټراټیجۍ بدل شوی دې ، دغه ډله په دې زمینه کی له مبهمې او شکمنې  فضا سره مخامخ شوی ده  . د اشرف غنی او عبد ا،... لخوا د دو ټیمونو ټاکلو دغه ډله لالهنده کړي ده ، په دې ډول چی د لوړې له دو دستورو ترسره کیدا وروسته د طالبانو ویندوي په افغانستان کی د سیاسی تاوتریخوالیبو د ختمولو غوښتنه وکړه .

 که څه هم په افغانستان کی سیاسی انسجام نشته خو اشرف غنی له ۲۰۱۴  کال راهیسې د ولسمشر په توګه  په حکومت کې دې  نو داسې ښکاری چی حکومتی اورګانونه به د هغه بیروی وکړی  او د طالب بندیانو د خوشی کولو حکم به په زیات احتمال طالبان راضی کړې شی چی د هغه له ټیم سره خبر اترې وکړي . البته باید پام ولرلې شو چی هم طالبان او هم اشرف غنی د افغانستان په سیاسی ډګر کی د عبد ا... اغیز ته له پامه پرته په دغه هیواد کې دړ سولې مسله مخ نشي بوتللې . د غنی لخوا د سولې په بهیر کې رول لوبولو او په ځینو څوکیو د هغه د پلوی کسانو د ګمارلو  لپاره ژمنه ښی چی اشرف غنی ته ښه پته ده چی د عبد ا... له ملګرتیا او ملاتړ پرته  له طالبانو سره د سولې لاره نشی کچ کولې .

 

 

ټیګونه

کمنټونه