Mar 29, 2020 12:46 Asia/Kabul
  • طالبانو ډله  اور بند نه غواړي

د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې چارواکو تیره اونۍ د دواړو لورو له خوا دبندیانو د خوشي کیدا په باب دوه ځله ویډیوئي کنفرانس په وسیله خبرې اترې کړي دي او د ځينو راپورونو په اساس موافقې ته هم رسیدلي دي . خو په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي چې طالبانو د خبرواترو لپاره د کابل حکومت له خوا ټآکل شوی پلاوی رد دکړی او وئيلي دي له دغه پلاوي سره خبرې نه کوي .

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ د افغانستان  د ملی امنیت د شورا ویندوي جاوید فیصل  پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د طالبانو ډلې له  خوا په افغانستان کې تاؤتریخوالي او نښتې او حملې زیاتې شوي دي  او دا   له اور بند سره د دغې وسلوالې ډلې  د مخالفت نښته ده .

  د افغانستان د ملی امنیت  شورا ویندوي  همداراز  وئيلي دي ، کابل ته د طالانو ډلې د  بندیانو دخوشي کیدا په باب  دکابل حکومت  له چارواکو سره دخبرواترو لپاره  ددغې ډلې دپلاوي ورتلل هم  ځنډول شوي دي .

 داپه داسې حال کې دي [ې  د افغانستان  دسولې په چارو کې   د وزارت مسئولانو هم وئيلي دي ، چې  له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره د مونږ ایجنډا مشخصه ده او  سولې ته د رسیدو لپاره  خبرواترو ته تیار یووو .

 په همداروستیو شپو ورځو کې  په افغانستان کې  د  وسلوالو طالبانو تاؤتریخوالي او نښتې  زیاتې شوي ، حال دا چې  طالبانو  په درست افغانستان کې د تاؤتریخوالو د کمولو ژمنه کړې  ده .

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې چارواکو  تیره اونۍ د دواړو لورو له خوا دبندیانو د خوشي کیدا په باب  دوه ځله ویډیوئي  کنفرانس  په وسیله  خبرې اترې کړي دي  او د ځينو راپورونو په اساس  موافقې ته هم رسیدلي دي . خو په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي چې طالبانو د خبرواترو لپاره د کابل حکومت له خوا ټآکل شوی پلاوی رد  دکړی او وئيلي دي له دغه پلاوي سره خبرې نه کوي .

 

ټیګونه

کمنټونه