Mar 29, 2020 16:04 Asia/Kabul

د امهال په ټول افغانستان کې د کرونا ویرسو ۱۱۷ مثبتي پیښی ثبت شوي چې دیری یی په هرات ولایت کې دي چې تر اوسه په افغانستان کې ددې ناروغۍ له امله دری تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه دده پر وینا روغ شویدي.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ  د افغانستان دعامی روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز جلال اباد ته د خپل سفر پر مهال دعامی روغتیا وزارت له لورې په ننګرهار کی د کرونا ویروس لپاره ځانګړي شوي روغتون ته د کرونا ویروس د تشخیص ورکړل شوی لابراتوار پرانست .

د افغانستان  دعامی روغتیا وزیر په داسی حال کې چې له کرونا ویروس سره د مقابلی لپاره ئې د ننګرهار د ولایتی ادارې  له لورې د پورته شویو ګامونو ستاینه کوله وویل، په دې لابراتور کې به د ورځې  دسلو نمونو څیړنه   کیږي او پر ننګرهار سربیره به دکونړ لغمان او نورستان وګړي هم ترې ګټه پورته کوي.

د روغتیا وزیر همدا ارز وویل دجلال اباد روغتون ته یی د نږدی سل زره ډالرو په ارزښت د وینټلیټور شپږ دستګاوی هم ورکړی چې پر کرونا ویروس  د اخته کسانو په درملنه کې ترې کار اخیستل کیږي. دعامی روغتیا وزیر پر خلکو غږ وکړ چې دا ناروغي، واکسین او درملنه نه لري او ترې د خلاصون لار یوازی د روغتیا پالانو پر لارښوونو عمل کول دي.

 نوموړي همدا راز وویل د امهال په ټول هیواد کې د کرونا ویرسو ۱۱۷ مثبتي پیښی ثبت شوي چې دیری یی په هرات ولایت کې دي  چې تر اوسه په افغانستان کې ددې ناروغۍ له امله دری تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه  دده پر وینا روغ شویدي. دعامی روغتیا وزیر دغه راز د ننګرهار د عامی روغتیا ریاست لپاره نوې ودانۍ چې دیاد وزارت په نږدی څلویښت ملیونه افغانیو جوړه شوې ګټې اخیستنې ته وسپارله دننګرهار والی شاه محمود میاخیل د عامی روغتیا وزیر نه مننه وکړه چې ددوې غوښتنه یی ومنله او د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار یی په جلال اباد کې فعال کړتر کابل او هرات وروسته ننګرهار دریم ولایت دی چې دا ډول مرکز پکی پرانستل کیږي

 

ټیګونه

کمنټونه