Mar 30, 2020 13:05 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان په تخار او زابل ولایتونو کښې د طالبانو په تازه بریدونو کښې د ۱۹ افغان پوځیان او یو ملکي وګړی مړه شوې دي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر نن وویل: طالب ډلې تیره شپه د دې ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ د سرپرست په کور حمله وکړه او دغه نښته تر نن سهاره جاري وه چې له امله یې دیارلس پوځیان او یو ملکي وګړی وژل شوي او پنځه تنه نور زخمي شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغه حمله کښې د خواجه غار ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ سرپرست زخمي شوی او ورور یې مړ شوی دی او د نښتې ځاې ته د مرستندویه ځواکونو په وررسیدو سره طالبانو شاتګ وکړ.

هم داشان د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د ملي اردو شپږ عسکر د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کښې له طالبانو سره په نښته کښې وژل شوې دي.

بل خبر دا چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل: افغان پوځیانو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کښې له چاودونکو موادو یوه ډکه لارۍ نیولې ده.

له بلې خوا په قندهار او ارزګان ولایتونو کښې ځايي چارواکي وايي چې په پوځیانوسره په نښته کښې ۱۰ طالب وسله وال وژل شوې دي.

د طالب ډلې د بریدونو له زیاتیدو وروسته د افغانستان حکومت خبرداری ورکړی چې که چیرې دغه حملې کمې نه شي نو د طالبانو د ځپلو لپاره به پراخ عملیات پيل کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه