Mar 30, 2020 14:32 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې دولس مجرمان مړه او ژوبل شوې دي

د افغانستان­په شپږو(۶) ولایتونو کې دولوس (۱۲) تنه مجرمینوته مرګ ژوبله اوښتې او له چاودیدونکو توکو ډک یو موټر نیول شوی

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه کې راغلي چې د دایکندي ولایت په ګیتي ولسوالۍ کې یو متکرر مجرم د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره تر نښتې وروسته ووژل شو.

یاد مجرم هغه مهال ووژل شو چې­ د پولیسو خبرداري ته یې غاړه کښې نه ایښوده او په وسله واله نښته یې لاس پورې کړ.

ویل کیږي دا کس له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې په پېلابېلو قضیو په ځانګړې توګه قتل، اختطاف او غلاوو کې یې لاس درلود.له دې کس څخه یو میل کلاشینکوف، دوه پایې مخابرې او یو شمېر نظامي وسایل دپولیسولاسته ورغلي دي.

له بلې خوا په فراه ولایت کې د حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې شوې ده.ویل کیږي یاد کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ د یوه کور د مالونو د لوټولو پر مهال د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو لخوا ونیول شول.

له دې کسانو څخه دوه عرادې موټرسایکلونه او یو بایسکل هم ترلاسه شوی دی.

د دې ترڅنګ د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په جبل السراج ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وژنې دقضیې په تړاو نیولي دي .

هاخوا بیا خبرپاڼه زیاتوي چې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په (کنګ) کلي کې پولیسویو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له (۴۰۰۰) کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډک باروړنکی موټر کشف او ضبط کړی دی.

بلخواپه خبرپاڼه کې راغلي چې ، د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په قرغیو ولسوالۍ کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.یادو کسانو د قرغیو مېشتیو د ژوبلې په قضیو کې لاس درلود.

او د کندهار ښار د (تخته پُل) ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.

د یادو کسانو له منځه دوه تنه د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د دوه عرادو موټرو د غلا په تړاو نیول شوي، د اومې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې یو عراده غلا شوی موټر ترلاسه او څښتن ته یې سپارل شوی او همداراز یو کس د تخته پُل ولسوالۍ په سیمو کې د یو عراده موټر د غلا په تړاو نیول شوی دی.

په دې ورستیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې هره ورځ دجنايي جرمونو په تړاو مجرمین نیول کیږي.

ټیګونه

کمنټونه