Mar 31, 2020 06:23 Asia/Kabul
  • په تورخم چې هر څوک راواوړي تر ۲۱ ورځو به یې قرنطین کړو

که څه هم پاکستان د تورخم لارې د پرانستې په اړه څه اشاره نه ده ورکړې، خو د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې کېدای شي دا لار په پاکستان کې درملنې لپاره د ایسارو افغان ناروغانو لپاره په یو طرفه ډول خلاصه شي چې وروستیو کې یې شکایتونه رسنیز شوي وو.

د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي په پاکستان کې ایسار افغانان د تورخم له لارې دې ولایت ته د کرونا ویروس د خپرېدو په برخه کې لوی ګواښ ګڼي.

که څه هم پاکستان د تورخم لارې د پرانستې په اړه څه اشاره نه ده ورکړې، خو د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې کېدای شي دا لار په پاکستان کې درملنې لپاره د ایسارو افغان ناروغانو لپاره په یو طرفه ډول خلاصه شي چې وروستیو کې یې شکایتونه رسنیز شوي وو.

د دغو افغانانو په اړه اوس د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، که پاکستان کې بند پاتې افغانان د تورخم له لارې را وليږدول شي، نو دوی به یې د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي له کبله له ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې په تورخم ښارګوټي کې قرنطين کړي.

ټاکل شوې وه د تورخم دروازه د مارچ په ۲۷ مه نیټه پرانیستل شي خو اوس پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د تورخم لاره به د اپریل میاشتې تر نهمې نیټې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

بلخوا په هندوستان کې بند پاتې شوي افغانان  په دویم پرواز کې کابل ته لیږدول شوی دي .

د هند حکومت په دې وروستیو کې ډیلي کې د درملنې لپاره میشتو شاوخوا ۲ زره افغانانو ته اجازه ورکړه چې د کام اییر په ۵ پروازونو کې کابل ته ولیږدول شي.

خو دوی شکایت درلود چې د پروازونو ټکټ د ۳۵۰ ډالرو پر ځای ۵۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

افغان حکومت لا څه نه دي ویلي چې له هنده راستنو شویو افغانانو سره به څه کوي خو تر دې وړاندې د حکومت د کورونا د مخنیوي کمیسیون ویلي وو هیواد ته راستنیدونکی هر افغان او مسافر باید ۱۴ ورځې قرنطین شي.

 

ټیګونه

کمنټونه