Mar 31, 2020 15:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي امنیت یوه لوړ رتبه چارواکې په کابل کښې ووژل شوه

د کابل حکومت د ملي امنیت يوه مشره «جنرال شرمیلا فروغ» په یوه چاودنه کښې ژوند ووژل شوه.

طلوع نیوز د ملي امنیت د یوې سرچینې له قوله لیکلي، چې د جنرال شرمیلا فروغ پر موټر باندې تېره ورځ یو مقناطیسي ماین نښلول شوے ؤ، چې له امله یې نوموړې له دریو نورو تنو سره یو ځاے زخمي شوې وه.

د رپوټ له مخې  مېرمن فروغ د تېرې ورځې د برید د چاودنې کښې ورته رسیدلو زخمونو له امله نن په روغتون کښې ساه ورکړه.

تر دې دمه د دغې پېښې ذمه واري کومې ډلې په غاړه نه ده اخېستې.

 

ټیګونه

کمنټونه