Mar 31, 2020 17:35 Asia/Kabul
  • افغان ځواکونو په ختيځو ولايتونو کښې د مخالفينو بريدونه شنډ کړل

د افغانستان په ختیزو ولایتونوکې امنیتی چارواکی وايي په تیرو دوه اونیو کې یی د مخالفینو لس ډله ییز بریدونه په شاه تمبولی دي.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ مطابق د افغانستان دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزے وایي په تیرو دوو هفتو کې یی د ننګرهار لغمان او کاپیسا په ولایتونوکښې چې د دوی د مسولیت سیمه ده د امنیتی ځواکونو په پوستو د وسه والو طالبانو لس ډله ییز بریدونه په شا تمبولي دي.

 نوموړي وویل دامنیتی ځواکونو په ځوابیه بریدونوکې د یو سیمه ییز قوماندان په شمول شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دولس تنه نور ژوبل شویدي یوسفزي وویل دمخالفینو په بریدونوکښې دغه رنګ د لغمان او کاپیسا په ولایتونوکې دوه عامه وګړي وژل شوي او یولس تنه نور ژوبل شویدي هغه په دغو نښتوکې امنیتی ځواکونو ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه ندی ویلی  د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایي دوسله والو طالبانو د بریدونود ډیریدو له امله په جګړه ییزه کړنلاره کې بدلون راولي او په مخالفینو باندې خپلو زمکنیو او هوایی بریدونو ته زور ورکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه