Mar 31, 2020 17:38 Asia/Kabul
  • دافغانستان په خوست ولایت کې له یوه موټر بم چاودنې څخه مخنیوے اوشو

په خوست کې له چاودیدونکوتوکو څخه ډک (سراچه ) ډوله موټر مخکې تر دې چې موخې ته ورسیږي دامنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړے شو.

دخوست ولایت امنیتي چارواکې وایي چې د یو لړ معلوماتو له مخې یې دا موټر د خوست ښار د (چرګانو ) په کوڅه چې یوه مشهوره سیمه ده نیولی.دخوست دامنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر تهران راډیو ته وویل چې دا موټر د چاودنې لپاره چمتو شوے ؤ چې دوی مخکې تر چاودنې ونیولی.داپه داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې په غزنې ولایت کې هم له چاودیدونکو توکو څخه بار یو مازدا موټر دامنیتي ځواکونو لخوا موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیول شو.

ټیګونه

کمنټونه