Apr 01, 2020 13:11 Asia/Kabul
  • طالبانو سره د بندیانود ازادولو په اړه  په خبرو کې پرمختګ شوی

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی د خپلو بندیانو د خلاصولو په اړه کابل ته ورځي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغان حکومت او طالب استازو تخنیکي ټېمونو په کابل کې د زندانیانو د ازادولو په اړه مخامخ خبرې وکړې.

دافغانستان  ملي امنیت شورا نن پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغان حکومت تېره ورځ د طالب استازو کوربه و او په یادو خبرو کې پرمختګ هم شوې دی.

یادې شورا ویلي، دغه مخامخ خبرې چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازو لخوا یې نظارت کېده دواړو لورو موافقه وکړه چې نن به هم خبرو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا همدارنګه، ویلي، دغه خبرې چې پرون تر سره شوي د بندیانو ازادولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ په تخنیکي برخه کې پرمختګ شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی د خپلو بندیانو د خلاصولو په اړه کابل ته  ورځي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

طالبانو هم تېره ورځ خبر ورکړ چې د دوی یو درې کسیز پلاوی د بندیانو ازادولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی، د دغه کسانو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو ویلي چې یاد پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي او په تخنیکي برخه کې به اقدامات کوي.

د افغان حکومت او طالب استازوو تر دې وړاندې د خپلو بندیانو خلاصولو په اړه درې ځله مخامخ د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

 

ټیګونه

کمنټونه