Apr 01, 2020 13:50 Asia/Kabul
  • په هلمندکې ماين چاودنې ۱۰ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نوموړی زیاتوي چې وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.په دغه چاودنه کی اته کسان مړه او دوه ژوبل شوی دي .

 

له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی د دغه ولایت د امنیه قوماندانی ویاند، زمان همدرد وايي دا چاودنه  نن سهار هغه مهال شوې ده چې یاد کسان په موټر کې د نهرسراج  له ولسوالی په لاره روان  وو چې موټر یې د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.

ښاغلی همدرد زیاتوي چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

نوموړی زیاتوي چې وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.په  دغه چاودنه کی اته کسان مړه او دوه ژوبل شوی دي .

د پېښې مسوولت چا نه دی منلی، خو حکومت تر ډېره د سرک غاړو ماین چاودنو پړه پر طالبان ور اړوي .

له بلې خوا په تخار ولایت کی هم د افغان عسکرو او امنیتی عسکرو په نښته کې ۵ طالبان مړه او درې هم ژوبل شوی دي .

د تخار والی محمد عمر وایی دا نښته د تخار ولایت په خواجه غار سیمه کی شوی ده .

د دغه راپور په اساس په دغه نښته کی افغان عسکرو ته کوم ندې رسیدلې . طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندی ویلی .

 

ټیګونه

کمنټونه