Apr 01, 2020 16:31 Asia/Kabul
  • داوود سلطان زوی د کابل ښاروال وټاکل شو

داوود سلطان زوی په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټیم یو مخکښ غړی و

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې سلطان زوی د اشرف غنی  د فرمان پر اساس د کابل ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

داوود سلطان زوی په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټیم یو مخکښ غړی و.

هغه له دې وړاندې د ولسي جرګې د غړي او د ولسمشر غني د سلاکار په توګه دندې سرته سولي دي.

په دې وروستیو کې د ولسمشر غني له لوري د کابینې او د حکومت د نورو مهمو څوکیو لپاره د اشخاصو ګمارل ګړندۍ شوي دي.

ولسمشر غني پرون عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت سرپرست په توګه وټاکه او همداشان یې په ځینو بهرنیو هیوادونو کې د هیواد سفارتونو اوکنسلګریو لپاره ځیني نوې څیرې معرفي کړي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه