Apr 04, 2020 12:18 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې له ډزبندۍ څخه د ملګرو ملتو ملاتړ

د ملګرو ملتو مشر په افغانستان کښې د ډزبندې له ټينګښت څخه ملاتړ اعلان کړ.

د آريا نيوز د رپوټ له مخې آنتونيو ګوټرش نن وويل: په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې کورنا وائرس د خپرېدو په حال کښې دي دې خبرې وخت رارسېدلے دے چې د دغه هېواد حکومت او طالب ډله جنګ بند کړي.

د ملګرو ملتو مشر په نورو هېوادونو کښې جنګونو ته هم په اشاره سره زياته کړه، د جنګ ځپلي کسان په کورونا بيمارۍ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي او اوس وخت دے چې د افغانستان، سوريې، يمن او لېبياپه شان هېوادونو کښې وسله ايزې نښتې اودروي او خلق په آرامښت سره ژوند وکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې اشرف غني او عبدا... عبدا... چې دواړه ځانونه افغان ولسمشران پولي په ځلونو د ډزبندۍ د ټينګښت او جنګ اودرولو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړے دے، خو طالبانو هغه د افغانستان له جېلونو څخه د خپلو ټولوپينځو زره بنديانو له آزادولو سره مشروط بولي.

 

ټیګونه

کمنټونه