Apr 05, 2020 04:35 Asia/Kabul
  • عبد الله اورکزی
    عبد الله اورکزی

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د دغه هیواد لپاره د داعش ترهګرې ډلې ټاکل شوی مشر عبد الله اورکزی سره د نولسو ملګرو ژوندی نیولی دی

د افغانستان د ملي امنیت ادارې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې په یولړ  سختو او پیچلو عملیاتوکښې د افغانستان لپاره د داعش مشر عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي د هغه د نولس تنو وسله والو ملګرو سره یو ځای ونیوی شو.

خبرپاڼه کاږی چې په نیول شویو کسانو کی د دغې ډلې دوه نور مهم مشران قاري زاهدمشهورپه معاذ او سیف الله مشهور په ابوطلحه هم شامل دي. د ملي امنیت ادارې په خپله خبرپاڼه کښې ویلي چی د داعش ترهګرې ډلې دغه نیول شوي مشر په خپلو لومړنیو څرګندونو کی دسیمې له استخباراتو چی نوم یې نه­دی اخیستل شوی له اړیکو پرده پورته کړه. 

په اسلم فاروقي مشهور عبد الله اورکزی د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د اورکزی سیمې استوګن او اوسمهال د داعش خراسان د دریو نورو مشرانو له وژل کیدو وروسته د افغانستان لپاره د دغې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی و.

 

ټیګونه

کمنټونه