Apr 05, 2020 11:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان عسکرو د داعش ډلې مهم مشر نیولی

ایرنا خبري اژانس وايي د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزئ چې په اسلم فاروقي مشهور دی له دغه ډلې سره د سیمې د هیوادونو د جاسوسۍ ادارو له پراخو اړیکو پرده پورته کړه .

د افغانستان د ملي امنیت ادارې بیګا په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي چې له خپلو نولسو (۱۹) نورو نږدې ملګرو سره یوځاې په افغانستان کښې نیول شوی دی د پاکستان په شمول د سیمې د هیوادونو له جاسوسۍ ادارو سره د دغه ډلې په ملګرتیا اعتراف کړی دی .

د افغانستان د ملي امنیت ادارې خبر پاڼه زیاتوي اسلم فاروقي د پاکستان د اورکزئ قبایلي سیمې د اخندزادګان سیمې وسیدونکی دی .

د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل اسلم فاروقي د  ابو سعید باجوړي له وژل کیدا وروسته په دغه هیواد کښې د داعش ډلې د والي په توګه وټاکل شو او هغه له لشکر طیبه او حقاني ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لرلې او دغه اړیکې اوس د داعش ترهګرې ډلې له  خراسان څانګې سره په بیلابیلو سویو پراخې شوي دي .

اسلم فاروقي د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې له مشر جوړیدا مخکې د پاکستان په پیښور کښې د دغه ډلې  پوځي مسول ، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په دره عبدالخلیل کښې د داعش ډلې قومندان او د پاکستان په خیبر قبایلي سیمه کښې د داعش ډلې د عملیاتو مسول وو .

د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل په  دغه هیواد کښې د داعش ډلې پوځي مسول قاري زاهد چې په معاذ مشهور دی او په ننګرهار ولایت کښې د داعش ډلې په بیلابیلو برخو کښې د جلب او جذب او د تنظیم د چارو مسول سیف الله چې په ابوطلحه مشهور دی  هم د حکومتي عسکرو په عملیاتو کښې نیول شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه