Apr 05, 2020 11:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان او د افغانستان سرحد پرانیستل کیږي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل له افغانستان سره د دغه هیواد ځمکنی سرحد له سبا څخه په موقته توګه له سره خلاصیږي .

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت نن په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د افغانستان د حکومت په غوښتنه د تورخم او د چمن سرحدي لارې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې له شپږمې (۶) څخه تر نهمې (۹) نیټې پورې د افغانستان ښاریزو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا د اسانتیا لپاره له سره خلاصیږي .

دغه راپور وايي هغه ټول کسان چې له تورخم او چمن سرحدي لارو پاکستان ته ورځي دغه هیواد ته د ورتلو په وخت په طبي ډول معاینه کیږي او تر څوارلس (۱۴)ورځو پورې به قرنطینه وي .

د پاکستان حکومت د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې له دیارلسمې (۱۳) نیټې راهسې د کورونا وایروس د خپریدا د مخنیوي په هدف سره له افغانستان او ایران سره خپل ځمکني سرحدونه تړلي دي .

په دې مینځ ومان کښې د پاکستان حکومت د چمن سرحدي لاره څو ورځې خلاصه کړه او له دغه سرحدي لارې یې اقتصادي فعالیتونه له سره پیل کړل خو په پاکستان کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د شمیر په ناڅاپه زیاتیدا سره د اسلام اباد حکومت  د دغه سرحد بیا تړل کیدا ته اړ شو .

پاکستان د افغانستان د خلکو د ضرورت وړ زیات محصولات او شیان تامینوي او له کابل سره د تجاري لارې تړل کیدا د پاکستان د تاجرانو لپاره زیات اقتصادي تاوانونه لرلي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه